زدکړه: یو بولټن څه شی دی؟

د افغانستان د اسنادو پروژه (ای دی پی) په افغانستان کې د بشری حقونو او د بشردوستانه قوانینو سرغړونو د عامه لاس رسی وړ ډیټابیس دی.

یو بولټن یو ځانګړی پیژندنه په ډیټابیس کی ده چې په یوه ځانګړي پیښې پورې اړه لري چیرې چې کیدای شی د بشري حقونو سرغړونه به کی واقع شوی وی، څنګه چې د یو واحد سرچینې سند لخوا راپور شوی وی.

دسند منبع : د یو سند منبع کیدای شی هرڅه وی ولی زیاتره هغه ګزارشونه او راپورونه وی چه دمعتبرو دولتی او غیر دولتی ارګانونو له خوا په چاپ رسیدلی وی او کیدای شی چه خبری مقالی، مصاحبی او ځینی نور منابع په برکی ونیسی. ای دی پی په آزاد توګه د پښی صحت او اعتبار نشی بیانولی. ددې ډیټابیس هدف دا ده چې د څیړونکو لپاره آسانه کړي چې د بشري حقونو سرغړونو په اړه معلومات وموندی. ددغو معلوماتو تاییدول د څیړونکو مسؤلیت دی چی مخکی له دی چه په دغو اطلاعاتو اتکا وکړی باید له هغو رسانوڅخه چه  ددی پیښی راپورونه یی په چاپ  رسولی وی معلومات راټول کړی. بولټنونه شامل دهغو معلوماتو څخه دی چی له یو واحد سند څخه اخیستل شوی وی. بولټنونه د بهرنیو معلوماتو یا سرچینو څخه نه وی. څو بولټنونه ممکن ده چی یوی پیښی ته اشاره وکړی ولی اسناد کولی شی چی مختلفه جزییات او کله متضاد اړخونه ولری.

په یو بولټن پیښه کی شاملی ټکی ۱) د بشري حقونود احتمالي سرغړونې په اړه معلومات ۲) د پیښې د وخت او ځای په اړه معلومات حتی که سم وخت او ځای معلوم نه وي ۳) د پیښی د ګدون کوونکو په هکله معلومات حتی که د ګدون کوونکو سم هویت هم معلوم نه وی.

دمثال په توګه د سرچینې اسناد ممکن دغه مثال غوندي وی: "د ۱۹۹۶ کال  په دوبی کی دخان آباد په منطقه کی مسلح کسانو د یو دکاندار جان دو په کور حمله وکړه چی په نتیجه کی جان دو او دهغه میرمنه زخمی شول." دا پیښه یوه ځانی پیښه ده چی ناپیژندو مسلح کسانو د جان محمد په کور حمله وکړه. توپکوونکي "هغه خلک دي چې د جان دو په کور کې ډزې وکړی." که څه هم د دې خلکو د پیژندنی معلومات نشته خو بیا  هم کافی معلومات شته چی په یو بولټن کی درج شی. په د پیښه کی زمان هم صحیح مشخص شوی ندی خو بیا هم کیدای شی چه په یو بولټن کی شامل او درج شی.

څه شی یو بولټن نه شی کیدای؟

که اطلاعات د پیښی د ګدون کوونکو او دپیښی د وخت په هکله مشخص نه وی  یو جلا بولټن ورته نشی جوړیدلی. د مثال په توګه د هغو ښارونو لست چه په هغه کی ښخ شوی ماینونه موندل شوی وی، یا د جګړې دټپیانو ریکاړد چی په روغتون کې تر ډیره موده باندی درملنه شوی وی. په همدی ډوله د وسله والو ځواکونو تر مینځ د شخړو په اړه عمومي معلومات د ډیټابیس څخه حذف شوي دي. ولی د جګړې وروسته د بندیانو لنډیز اعدام چې ممکن به په کی د بشری حقونو او یا بشردوستانه قانون سرغړونه شوی وي، یوه جلا بولټون ته ضرورت لری.

موږ څوک یو؟

دافغانستان د اسنادو پروژ د جنګي جنایتونو د څیړني ددفتر، د امریکایي پوهنتون د واشینګټن د حقوقو پوهنځي د پینس کتابتون او د امریکا د سولي ټولني په ګډو زیارو سره ترتیب شوی ده. دا پروژه ددی دپاره تأسیس شوی چی په افغانستان کی د ۱۹۷۸کال څخه راورسته دټولو بشري حقونو او قوانینو د سرغړونو اسناد په یو آنلاین ډاټابیس کښي راټول کړي تر څو په عام ډول ورته لاسرسۍ وی.