د بولټن د تفصيلاتو پاڼه :
- دبولټن لیکونکی : د بولټن د جورونکی نوم.
- عنوان : یو ځانګړی عنوان د هرې پیښې لپاره. د عنوان پیل د هغه سازمان لنډیز باندی کیږي چه د سرچینې سند یې خپور کړی وی، او بیا د سرچینې سند لنډیز، د هغی نه وروسته د پیښې لنډ بیان یا هغه پیښه چې بولټن ورته حواله کوی.
- سرچینه : هغه اداره چې د سرچینې سند یی خپور کړی.
- سرچینې سند : د سرچینې سند نوم. که د سرچینې سند عامه وي نو دا به لنک کیږي.
- د پاڼې شمیره : د سرچینې سند پاڼه (یا پاڼی) چیرې چی د پیښې په اړه پکښی جزئيات موندلی شي.
- د سرچینې نیټه : د سرچینې سند د خپور نیټه.
- ګډون کوونکي : هر هغه ګډون کونکي چې په دې پیښه کې شاملی دي دلته لست کیدی شي. که چیرې ګډون کوونکي یوه ډله وو او یا سیاسي تړاویی درلود، دا معلومات به د هر ګډون کونکي توضیحاتو سره سم ښکاره شي.
- کلیدی ټکی : د ټولو کلیدی ټکو لیست چې په بولټن کې موجوده سرغړونی بیانوي. زیاتره پیښی ګڼ شمیر کلیدي ټګی لری.
- عمل یا اعمال : یو لنډ، تشریحاتي عنوان د پیښې په جریان کې د ترسره شوي عمل په هکله.
- دپیښی دپیل نیټه : هغه نیټه چی پکښی پیښه پیل شوه (که معلومه وی).
- د پیښی پای نیټه : هغه نیټه چی پکښی پیښه پای ته رسیدل ده(که معلومه وی).
- سرغړونکی/ مرتکبین : ګډون کونکي چی دا عمل ترسره کری ده.
- قربانیان : هر غړی/ ډله چی د دی عملونو لخوا زیانمن شوی وی.
- شاهدان : هر هغه پیژندل شوي غړی /ډلې چې د دې عمل شاهدان دي.
- ولایتونه : هغه ولایتونه چیرې چی پیښه پکښی واقع شوې ده.
- ولسوالی : هغه ولسوالی چیرې چی پیښه پکښی واقع شوې ده.
- دپیښی متن : د منبع سند څخه اړونده متن چې ټول هغه معلومات چې په بولټن کې کارول شوي وی ولری.
موږ څوک یو؟
دافغانستان د اسنادو پروژ د جنګي جنایتونو د څیړني ددفتر، د امریکایي پوهنتون د واشینګټن د حقوقو پوهنځي د پینس کتابتون او د امریکا د سولي ټولني په ګډو زیارو سره ترتیب شوی ده. دا پروژه ددی دپاره تأسیس شوی چی په افغانستان کی د ۱۹۷۸کال څخه راورسته دټولو بشري حقونو او قوانینو د سرغړونو اسناد په یو آنلاین ډاټابیس کښي راټول کړي تر څو په عام ډول ورته لاسرسۍ وی.