د بولټنونو لټون

لومړی ځل کار اخیستونکو، مهربانی وکړی لاندنۍ متن ولولۍ:

که څه هم دغه ډیټابیس د افغانستان د بشری حقونو څیړونکو لپاره یو ډیره ځواکمنه وسله ده، خو محدودونه یی هم بیاد په نظر کې ونیول شی. هره معلوماتی ننوت د یو خاص وخت او یا خاصی پیښی په هکله وی څرنګه چی د یوی سرچنې لخوا مستند شوی وی. د مثال په توګه د یو شپی عملیاتو کي چی په هغه کښی دری کسانه لوټمار او وژل شوی وی یوه پیښه حسابیږی. مختلفه سازمانونه کیدای شی ددغی یوی پیښی راپورپه یو شکل او یا مختلفو شکلو ورکړی خودهر سازمان راپور به ځانته یو ننوت لری. دغه ډیټابیس څیړونکی په دی توانه وی چی ددی پر ځای چی سلګونه راپورونه ولولی، د یوې ځانګړی پیښی یا پیښو په هکله ټولی مراجعی په یوځای کی ومومی. خو دا ډیټابیس هغو پیښو ته محدوده دی چی هغه راپور شوی وی او هغو راپورو ته محدوده چی هغه په دغه ډیټابیس کښی درج شوی وی. په نورو ټکو، که دکومی پیښی په اړه په دغه ډیټابیس کښی څه هم معلومات نه وی، دا امکان شته چی هغه پیښه به واقع شوی وی.

ځینی کیدای شی ددغه ډیټابیس له مخی د افغانستان د بشری حقونو حسابی اټکل وکړی. خو ددی ډیټابیس له مخی یو داسی څیړنه به مشکله وی. د مثال په ډول، ددی پروژی په یو لومړنی پړاو کي دا ښکاره شوه چی زیاتره راټول شوی معلومات د هغو پیښو په اړه وو چې د کابل په شاوخوا کي واقع شوی وی. یو بی تجربه څیړونکی کیدای شی ددغو معلوماتو پر بنسټ دی نتیجی ته ورسیږی چی کابل تر ټولو خطرناک ځای ده، خو په ظاهره شواهد له ددی برعکس حالات ښه یی. نو دا ولی؟ یو امکان یی دا دۍ چی د بشری حقونو څیړونکی ډیر زیات وخت په کابل کي تیره وی او هلته د قربانیانو سره مریکی کوی. او دلیلونه یی دا چی دوی د کابل نه بهر ته نه پریښودل کیږی یا د امنیت او یا د کمی بودیجی له کبله. نو څومره چی د کابل د مرکه کونکو سره مرکی زیاتی وی، د هیواد د نورو سیمو نه د سرغړونو شمیر په کابل کي ډیر ښودل کیږی. دغه اغیز په دوره یځو څیړونو کي هم لیدل کیږی. د مثال په ډول، که څه هم تاوتریخوالی په ښکاره توګه ډیرشوی وی، خو دغه ډیټابیس به د راپور شویو سرغړونو کموالی ښه یی. ځینی پیښي لکه د ۱۹۹۸ کال وژنی په مزار کي د څیړونکی پام راړه وی. نوری پیښی لکه د یوی کورنۍ ورکه په یو لیری ولایت کی
د بهرنی نړی د پامه غورځول کیږی. یوبا توجو څیړونکی بایدا چی بی بنسټه نتیجه له دغه ډیټابیس نه وانه خلی.

دغه پروژه په خپلواکه توګه د راټول شویو معلوماتو تایید نه کوی. اما دا ډیټابیس د هغو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی چی د دریمو ګوندونو را ټول کړی وی لکه حکومتونو، دبشری حقونو اینجوګانو او نورو سرچینو.
له هری معلوماتی ننوت سره د هغه خپله سرچینه ښودل شوی. زیاتره راپورونه د ډونلوډولو لینک لری چی هغه اصلی سرچینی ته ځی، او نور راپورونه بیا د امنیتی اندیښنو له کبله محدود او په عام ډول ورته لاس رسۍ منع دی. خو بیا هم، هغه معلومات چی ممکنه د مرکه کونکو، مرکه ورکونکو اوشاهدانوپیژندګلوی وکړی، ممکنه ده چی د باور وړ سازمانونو او کارکونکو ته په ځانګړی ډول د پروژی منابعو ته اجازه ورکړشی.
په راتلونکی کی کیدای شی نورو ګروپونو ته هم په داسی ځانګړی ډول اجازه ورکړ شی.

ددی ډیټابیس پیاوړتیا د هغو راپورونو شمیر او کیفیت باندی اړه لری چې پکې شامل وي. که تاسو او یا ستاسو موسسه راپورونه او یا نورداسی معلومات چی هغه ددی پروژی لپاره ګټور وی، نو موږ مو هڅه ؤ چی راسره ئی شریک کړئ. ټولی ننوتنی به ډیټابیس کښی اصلی سرچینو او د هغه لیکوال او موسسی ته پور ورکوی.

موږ څوک یو؟

دافغانستان د اسنادو پروژ د جنګي جنایتونو د څیړني ددفتر، د امریکایي پوهنتون د واشینګټن د حقوقو پوهنځي د پینس کتابتون او د امریکا د سولي ټولني په ګډو زیارو سره ترتیب شوی ده. دا پروژه ددی دپاره تأسیس شوی چی په افغانستان کی د ۱۹۷۸کال څخه راورسته دټولو بشري حقونو او قوانینو د سرغړونو اسناد په یو آنلاین ډاټابیس کښي راټول کړي تر څو په عام ډول ورته لاسرسۍ وی.