د افغانستان اسلامی دولت: ۱۹۹۲-۱۹۹۶

په شوروی اتحاد کې دواک بدلون اود هغی انحلال د ډیسمبر په ۱۹۹۱ کال کی د مسکو او واشینګنټن موافقی ته یی لاره هواره کړه چی هغوی پوځی مرستی د ۱۹۹۲ کال د جنوری له لومړۍ نه خپلو ملاتړوته بندی کړی. که څه هم ملګرو ملتونو د افغان د ګونډویو تر مینځه د یو سیاسی تړون هڅه وکړه، جهادی اوپخوانیو ملیشی ډلو ځانونه دواک ممکینه خالیګا ته چمتو کړی ول. د ملګرو ملتو د فشار لاندی په کال ۱۹۹۲ د مارچ په ۱۸مه ولسمشر نجیب الله د استعفا د ورکولو اعلان وکړ خو د اپریل په ۱۶مه یاغیانو له هیواده دوتلو نه په هوایی ډګر کی راوګرځاوه، او هغه د ملګرو ملتونو په دفتر کې یی پناه واخیسته. د اپریل په ۲۵مه د نوی جوړیشوی شمالی ټلوالی ځواکونو، چی د غیری پښتنو مجاهدینو او پخوانی رژیم ملیشی څخه جوړ شوی وه، کابل ته ننوتل او د مهمو دولتی ریاستو کنترول یی واخیسته. نورو مجاهدینو او ملیشی ځواکونو دبیلابیلو شااوخوا سیمو کنترول ونیوی.

د مخالفینو مجاهدینو تر مینځه جنګ سمدلاسه پیل شو او قوماندانانو په کابل باندی د راکټونو او ټوپکو بریدونه پیل کړل چی نا معلومه شمیره ملکیان یی په کښی ووژل. په راتلونکی څلورو کلونو کې د مګرو ملتونو او د افغانستان د ګاونډیانو د سولی کوښښونه ناکامه شول او مخالفینو مجاهدینو ډلو د یو بل په سیمو باندی بریدونه کول او په غیری قانونی ډول ېې بندیان ساتل، خلک ېې شکنجه کول، جنسی تیرۍ او غیری قانونی اعدامه ول یی هم جاری وساتل. کابل یو مهمه جنګی ډګر وه او د هیواد نوری سیمی هم د مختلفو جنګسالارانو تر اداری لاندی وی. د ۱۹۹۲-۱۹۹۶ کلونو د جګړو په جریان کی د کابل بمباری د بشری حقوقو تر ټولو شدی سرغړونو څخه بلل کیږی. دغی دوری ټول ښار ویجاړ کړ او یو نسل ښاریان ېې زهنی ټپیان هم کړل. ټولی عمده وسلوالی ډلی چی د کابل د نیولو په هڅه کی ول د ویجاړلو او لسګونه زره ملکی کسانو دوژلو مسولیت یی درلود.

طالبان ددغی دوری د ګډوډی څخه راووتل. د ۱۹۹۴ کال په اوکټوبر کې طالبانو کندهار ونیوه او هغه ډلی چی ښار ېې په خپلو مینځونو کې ویشلی وه وشړلی شوی. دوی د نجونو ښوونځی وتړل او ښځی ېې د کار کولو څخه منع کړی. دوی دا امر یی هم وکړ چی ښځی بدون د دنارینه نه حق نه لرې چی باندی ولاړی شی په شمول د بازار. د طالبانو مشرتابه د یوی ۲۲ کسیزی شورا چی ملا محمد عمر یی مشر وه جوړه وه. د کندهاره وروسته طالبانو نور ولایتونه په شمول د زابل او اورزګان په اسانه او ډیری کمی جګړی ونیول. په دی وخت کی دی ډلی د پاکستان ملاتړ هم درلود او د هغوی د پوځی مرستو څخه برخه مند وو. دوی هلمند د ۱۹۹۵ په جنوری کې ونیو.

موږ څوک یو؟

دافغانستان د اسنادو پروژ د جنګي جنایتونو د څیړني ددفتر، د امریکایي پوهنتون د واشینګټن د حقوقو پوهنځي د پینس کتابتون او د امریکا د سولي ټولني په ګډو زیارو سره ترتیب شوی ده. دا پروژه ددی دپاره تأسیس شوی چی په افغانستان کی د ۱۹۷۸کال څخه راورسته دټولو بشري حقونو او قوانینو د سرغړونو اسناد په یو آنلاین ډاټابیس کښي راټول کړي تر څو په عام ډول ورته لاسرسۍ وی.