د افغانستان اسلامی جمهوریت: ۲۰۰۱ – حاضره

کال ۲۰۰۱ د دیسمبر په میاشت کی د حامد کرزی په مشری باندی د افغانستان نوی حکومت د بن د تړون په اساس جوړ شو. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نړیوال سوله ساتي ځواک (ایساف) یی ځای پر ځای کړتر څو د حامد کرزی اداری ته د امن فضا برابره کړی. امریکا او ایتلافی ځواکونو طالبانو سره جنګ ته دوام ورکړ.

له ۲۰۰۱ راهیسی د بشری حقونو اندیښنی د أفغانستان ثبات اوس هم کمزوروی. د ایتلافی ځواکونو په هواېې بریدونو کې د ملکې کسانو وژنی، نور ملکی زیانونه او مرګ ژوبله چی دطالبانواو نړیوالو ځواکونو د جګړی د وجهی رامنځته کیږی، د بندیانو سره بد چلند په شمول د شکنجو، او د محلی مشرانو او پولیسو ملیشو د واک نه ناوړه ګټه اخیستل، دا ټول د بشری حقونو سرغړونی دی چی ورستی حکومتونو یی مخه نیولی نده. د طالبانو او نورو یاغیانو ډلی لکه د حقانې شبکی له بیا راپیدا کیدو سره اوس نوې ډولونه حملی کیږی لکه ځان مرګه بریدونه او د لوړو شخصیتونو وژنی. د امریکا د یرغل نه نږدی ۱۸ کاله وروسته هم ثبات په دغه جنګ ځپلی هیواد کی نښکاری.

موږ څوک یو؟

دافغانستان د اسنادو پروژ د جنګي جنایتونو د څیړني ددفتر، د امریکایي پوهنتون د واشینګټن د حقوقو پوهنځي د پینس کتابتون او د امریکا د سولي ټولني په ګډو زیارو سره ترتیب شوی ده. دا پروژه ددی دپاره تأسیس شوی چی په افغانستان کی د ۱۹۷۸کال څخه راورسته دټولو بشري حقونو او قوانینو د سرغړونو اسناد په یو آنلاین ډاټابیس کښي راټول کړي تر څو په عام ډول ورته لاسرسۍ وی.