د افغانستان اسلامی امارت: ۱۹۹۶-۲۰۰۱

د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۶مه کابل د طالبانو لاس ته ولویده او ټولی هغی ډلی چی دکابل د کورنۍ جګړی پر مهال یو د بل پر خلاف وی، دی ته اړه شوی چی دطالبانو پر وړاندی یو نوی اتحاد جوړ کړی. د طالبانو هڅې د ۱۹۹۷ په می کې چی مزار ونیسی ناکامه وختې او نژدی ۳۰۰۰ طالب سرتیری بندی او په اخیر کې د جنبش د ګونډی لخوا په غیری قانونی ډول اعدام شول. د ۱۹۹۷ کال په اګست کې طالبانو مزار ونیوه او خپل غچ ېې د زراو ملکې خلکوپه وژلو چی زیاته برخه ېې هزاره وو واخیست.

په داسی حال کی چی د نورو سیمو کنترول لپاره جنګ دوام درلود په کابل کې طالبانو خپله اداره د خپل استخباراتی دفتر په اساس ځای پر ځای کړه. ددغه تنظیم مشر قاری احمدالله ووچی په صدارت کی یی د پخوانې خاد د دفتره کارونه مخکی وړل. د ۱۹۹۷په اوکټوبر کې د طالبانو مشر ملا عمر د افغانستان اسلامی دولت یی په افغانستان اسلامی امارت واړه وو.

په ۲۰۰۱ کال کی طالبان په دی هڅه کی ول چی دافغانستان نور کنترول د اسلامی وحدت جبهی څخه واخلی. د سپټمبر په ۹مه ځانمرګو برید کونکو د اسلامی وحدت مشر احمد شام مسعود یی وواژه. دوه ورځی وروسته دالقاعدی ترورستې شبکی¬ چی په افغانستان کې میشته وه پر امریکا یی برید وکړ. کله چی طالبانو د امریکا غوښتنه چی د القاعدی کسان وروسپاری او ددغی شبکې اډه له منځه ویسی رد کړه نو امریکا او ملګرو ېې پر افغانستان یرغل وکړ. تر ډیسمبر پوری طالبانو خپل اخیرنی مرکز کندهار پریښود او د هیواد په مختلفه سیمو کی پټ شول. طالبان بیرته د یاغیانو په توګه د امریکا او د افغاسانستان د نوی حکومت پر ضد راپاڅیدل.

موږ څوک یو؟

دافغانستان د اسنادو پروژ د جنګي جنایتونو د څیړني ددفتر، د امریکایي پوهنتون د واشینګټن د حقوقو پوهنځي د پینس کتابتون او د امریکا د سولي ټولني په ګډو زیارو سره ترتیب شوی ده. دا پروژه ددی دپاره تأسیس شوی چی په افغانستان کی د ۱۹۷۸کال څخه راورسته دټولو بشري حقونو او قوانینو د سرغړونو اسناد په یو آنلاین ډاټابیس کښي راټول کړي تر څو په عام ډول ورته لاسرسۍ وی.