د افغانستان ډیموکراټیک جمهوریت: ۱۹۹۲-۱۹۷۸

د افغانستان جګړه د ۱۹۷۸ کال د اپریل په ۲۷ مه پیل شوه. د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګونډه، چه یو وړوکی او په ډلګیو ویشل شوی مارکسیست-لینینست ګونډه وه، یوه کودتایی پیل کړه چی په هغی کښی ولسمشر محمد داود خان او د هغی یو شمیر د کورنی غړی ووژل شول او حکومت یی چپه شو. نور محمد ترکی ولسمشر شو او حفیض الله امین د لومړی وزیر مرستیال. دخلق ګونډی یو لوی او بی رحمه کمپاین یی پیل کړ تر څو افغانستان په یو نوی سوسیالستی دولت بدل کړی او ډیرو دودونوته لکه دمځکو ملکیت، واده، زده کړه او کلیوال پورونه او نور ټولنیز بنسټونو ته تغیر ورکړی. په دی دوری کی د خلق ګونډی په خاصه د هغی استخبارت ، پوځ او پولیسو په پراخه ډول جنګی جنیاتونه وکړل. ددغو اصلاحتی هڅو د وجهی خلکو مقاومت ته مخه کړه، په خاصه توګه په کلیوالو سیمو کی چیری چی دغه ګامونه د اسلام پر خلاف بلل کیده. د خلق ګونډی دا مقاومت یی په تشدد سره وځپه خو د خلکو د ملاتړ د نشتوالی او په پوځ کې د داخلی بغاوتونو سره مخامخ شو.

ولسمشر ترکی په سپټمبر ۱۹۷۹ کی ووژل شو او امین چی د رژیم ځواکمن وه ولسمشر شو. ډله ایزو بندیکولو دوام وکړ او هر هغه څوک چی د رژیم سره د مخالفت شک پر کیده، په شمول د سیاسی فعالین، پخوانی حوکمتی مامورین، دینی مشران، قومی مشران، ښوونکي او دانشوران، او ماوسټان، اسلام پال، او نژادی کسان به په نښه کیدل. ډیړ هغه کسان چی بندیان ول يا به په جبری توګه ورک شول او یا به په پلچرخی زندان کښی اعدام شول. د خلق ګونډی پر ځینو مقاومتی ساحو بمباردونه یی هم وکړل او ډیر ملکی کسان یی ووژل. سلګونه زره خلک مهاجر شول په ایران او پاکستان کې. مخالفینو ډلو چی د مجاهیدنو په نامه یادیدل په دی هیوادو کې اډی جوړی کړی.

څنګه چی سیاسی او امنیتی حالات نور هم خراب شول، د شوروی اتحاد چی تر پخوا یی د خلق د ګونډی ملاتړ کاوه، مداخله یی وکړه چی د ولسمشر امین واک پایته ورسوی. د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر په ۲۹ مه زرګونه شوروی ځواکونه افغانستان ته ننوتل، ولسمشر امین یی وواژه او د هغی پرځای ولسمشر کارمل یی کینوست. دغه نوی حکومت، د مخکنی حکومت برعکس، د شوروی اتحاد تر کنترول لاندی وه چی نژدی ۱۰۰،۰۰۰ پوځ یی په افغانستان کې درلود. په هر وزارت کی شوروی سلاکاران موجود وو. د کی جی بی استخباراتی اداری یو نوی افغان استخباراتی اداره چی خاد نومیده د ډاکټر نجیب الله په مشرتابه جوړه کړه. مستند شوی سرغړونی دا ښیي چی خاد د پخپل سر توقیفونو، له قانونه بهر قتلونو، ځورونو او شکنجو، او د لنډیز محاکمو او اعدامونو مسؤول وه.

د شوری یرغل په ټول هیواد کی د مقاومت غورځنګ پیل کړ او د مجاهدینو صفونه تقویه شول. د ۱۹۸۰ لسیزی په لومړی برخه کې تر ۵ میلونه زیات مهاجر له هیواده د باندی اوسیدل. دوی د بی توپیره بمباریو او د ملکی کسانو د وژنی لکبله مهاجر شول.

په فبروری ۱۹۸۶ کې د شوروی اتحاد د ولسمشر ګورباچف تصمیم ونوی چی د ۱۹۸۸ تر پایه خپل ځواکونه وباسې. د ۱۹۸۶ په می کی د خاد مشر نجیب الله د خلق دګونډی ټاکل شوی مشر وو. د نومبر په میاشت کې د کارمل په ځای دانقلابی شورا مشر شو او کارمل په شوروی اتحاد کې جلا وطنه شو.

د ۱۹۸۷ کال د جنوری په میاشت کې ددی نه وروسته چی دخاد لوړپوړی مشران په مسکو کې د شوروی د ځواکونو د وتلو د پلان نه خبر شول، ولسمشر نجیب الله د ملی پخلاینی نوی پالیسی اعلان کړه. د قدرت شریکولو تړون د سیاسی ګونډونو تر منیځ، د ځینو سیاسی بندیانو بښنه او اوربند په دغی پالیسی کی شامل وه. نجیب الله د افغانستان د نوی جمهوری ولسمشر وټاکل شو. د جینوا تړون چی د شورویانو د وتلو شرطونه یی بیانول د ۱۹۸۸ کال د اپریل په ۱۴ مه د افغانستان، پاکستان امریکا او شوروی اتحاد تر مینځه لاسلیک شو. پوځی او اقتصادی مرستی د امریکا او شوروی اتحاد له خوا دواړو ملاتړو ته دوام درلود. په ۱۹۹۰ کال کی نجیب الله د خاد ګونډه یی د وطن په نامه واړه وه او په رسمی ډول یی د سوسیالیزم څخه لاس واخیست.

د شوروی اتحاد د وتلو ۱۹۸۸-۱۹۸۹ او د نجیب الله د حکومت د ړنګیدو ۱۹۹۲ په موده کې د جنګ د ټولو اړخونو لخوا د ناوړی کارونو په نمونو کی د پام وړ بدلونونه راغلل. حکومت یو اسلامی شناخت ددولت لپاره واخیست اویو څو اصلاحات یی په ځینو قوانینو کی راوستل تر څو د حکومت مطلق کنترول یو څه راکم کړی. خو دغه اصلاحات په اساسی شکل نه ول. بندی کول کم شول خو ختم نشول. د مخالفینو پر مرکزونو په کلیوالو سیمو کې بمباردونه که څه هم کم شول خو دوام یی درلود او ملکی مرګ او ژوبله په کی ډیره وه.

په عینی حال کې د مخالفینو ګونډونو تر منځ اختلافونه زیات شول ځکه دوی ته دا ښکاره وه چی د کابل رژیم په اخیرکې چپه کیږی. په دغه دوره کې ملیشی ډلی چی کمونیستی رژیم ته دپیسو په زور وفاداری وی د ملکی خلکو په مقابل کي په تاوتریخوالی او جنایتونو کی شهرت وموند. جهادی ډلوهم په جنګی جنایتونو کې برخه درلوده. هغه ډلی چی په پاکستان کې میشتی وی او د پاکستان د پوځ او استخبارتو ملاتړ یی درلود په خوندی ډول یی فعالیتونه کول. دغو ډلو پر افغان مهاجرو ډیر کنترول هم درلود. جهادی ډلو زندانونه درلودل، چی په هغی کي سیاسی مخالفین او ملکی کسان ساتل، شکنجه کول، او ځینی وخت یی اعدامه ول. ځینو جهادی ډلو سیاسی سیالان وژل او ځینویی پر هغو غیر دولتی سازمانونو برید کاوه چی د ښځو د پاره ېې کار کاوه.

موږ څوک یو؟

دافغانستان د اسنادو پروژ د جنګي جنایتونو د څیړني ددفتر، د امریکایي پوهنتون د واشینګټن د حقوقو پوهنځي د پینس کتابتون او د امریکا د سولي ټولني په ګډو زیارو سره ترتیب شوی ده. دا پروژه ددی دپاره تأسیس شوی چی په افغانستان کی د ۱۹۷۸کال څخه راورسته دټولو بشري حقونو او قوانینو د سرغړونو اسناد په یو آنلاین ډاټابیس کښي راټول کړي تر څو په عام ډول ورته لاسرسۍ وی.