زموږ په هکله

ددغی پروژی اصلی مرسته کونکی سوزانا سکوټو دجنګی د جنایتونو د څیړینی ددفتر اداره کونکی اوپه استوګنځي کی پروفیسور؛ بیلی جو کافمن د پینس دکتابتون او معلوماتی منبعو لوی سلاکار، د واشینګټن دحقوقو په پوهنځی کښی پروفیسور؛ جیسن موریارټی د واشینګټن دحقوقو په پوهنځی کښی فیلو؛ فلیشیټی براون
د ځانګړو پروژو کارپوه؛ پټریشه ګوسمن د بشری حقونو او د قانون د حاکمیت څیړونکی؛ اودواشینګټن دحقوقو په پوهنځی کښی د لوی سلاکار همکاران طارق احمد، مریانا بوید، ډین ډسټفر، ایملي خان او سبرامانیا سیرسش ټموډه دی.

د افغانستان د اسنادو پروژه د یو مرکزي ذخیرې د نشتوالی په ځواب چی په هغه کی د ټولو هغو بشری حقونود سرغړونواسناد چی د ۱۹۷۸ کال را وروسته پیښو په هکله وی او په عام ډول یی لټون ته لاس رسۍ وی تأسیس شوی ده. ددی پروژی اصلی هدف دا دی چی ددغو سرغړونو معلومات راټول او تصویب کړی تر څو د بشری حقونو فعالین، د مدنی ټولنو ډلی، دانتقالی عدالت مدافعین، وکیلان، د سیاسی تګلارو شنونکی اوعالمان، که هغه دننه په افغانستان کی او که بل ځای کی وی ورته په اسانه لاس رسۍ ولری. دا ددی پروژی مقصد دی چی دا فعالین وکولای شی چی ددغی پاڼی له لاری خپلی څیړنی
خپری کړی.

موږ څوک یو؟

دافغانستان د اسنادو پروژ د جنګي جنایتونو د څیړني ددفتر، د امریکایي پوهنتون د واشینګټن د حقوقو پوهنځي د پینس کتابتون او د امریکا د سولي ټولني په ګډو زیارو سره ترتیب شوی ده. دا پروژه ددی دپاره تأسیس شوی چی په افغانستان کی د ۱۹۷۸کال څخه راورسته دټولو بشري حقونو او قوانینو د سرغړونو اسناد په یو آنلاین ډاټابیس کښي راټول کړي تر څو په عام ډول ورته لاسرسۍ وی.